Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د قرغې بند شاوخوا کې ۳۰ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې.
۲۱ دلو ۱۴۰۳

د قرغې بند شاوخوا کې ۳۰ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې.

د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د قرغې بند په شاوخوا سیمو کې۳۰ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده. سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ۱۴مې ناحيې مسوولينو د دې ناحیې اړوند د قرغې بند په شاوخوا کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه اقدام کړى، چې په پايله کې يې يو شمېر جوړ شوي غير قانوني تاسيسات ويجاړ کړي دي. په خبرپاڼه کې د یادې ناحیې د ښاري خدمتونو د مسوولینو له قوله ویل شوي، چې په تېرو کلونو کې يو شمېر غاصبينو او فرصت غوښتونکو په بېلابېلو پلمو د قرغې بند شاوخوا ځمکه کې د ناقانونه تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړی و، چې تر پېژندنې وروسته یې د ویجاړولو په اړه اقدام شوی دی. د دوی په خبره په دې لړ کې تر اوسه ۳۰ جريبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې او دا لړۍ دوام لري.

مطالب

د قرغې بند شاوخوا کې
۳۰ جریبه غصب شوې
ځمکه راګرځول شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ