Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې ۳۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.
۲۵ حوت ۱۴۰۳

ننګرهار کې ۳۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.

د ننګرهار ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د ننګرهار ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست ویلي، چې د دغه ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په پاس پچیر معل خېلو ډاګ سیمه کې د (اي. سي. ایچ. او) موسسې په مالي ملاتړ د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې، چې پر مټ به یې ۳۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

مطالب

ننګرهار کې ۳۵۰
کورنیو ته د څښاک
اوبه برابرېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ