Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اقتصاي کمېسیون غونډه کې د یوشمېر کانونو قراردادونه تصویب شوي.
۹ جوزا ۱۴۰۴

د اقتصاي کمېسیون غونډه کې د یوشمېر کانونو قراردادونه تصویب شوي.

د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې پرېکړه شوې، چې د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سیاه‌ درې اوسپنې کان قراردادونه ملت سټیل او خان وزیري شرکتونو ته ورکړل شي او شرط یې دا دي، چې دواړه شرکتونه به د اوسپنې ۱۰۰ سلنه پروسس فابریکه جوړوي او له پروسس شوې اوسپنې به ۲۰ سلنه رویالیټي، د کانونو وزارت ته ورکوي. دغه راز د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ د ګچو کان لپاره د في ټن ګچ ډبرې ۲۵۰ افغانۍ رویالیټي وټاکل شوه. 

همدارنګه د ننګرهار د ګوشتې او حصارک ولسوالیو د مرمرو کانونو، د کاپیسا د تګاب د نفرایټ ډبرو کان او د شېرزادو د سرپنټین کانونو په اړه هم بحث شوی. ټولې پرېکړې د منظورۍ لپاره د سرپرست حکومت د مشرتابه دفتر ته استول شوې دي.

مطالب

د اقتصاي کمېسیون غونډه کې
د یوشمېر کانونو
قراردادونه تصویب شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ