Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د «توپ‌ډنډې» دودیزه سیالي پای ته ورسېدې.
۹ حمل ۱۴۰۴

لوګر کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د «توپ‌ډنډې» دودیزه سیالي پای ته ورسېدې.

د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بره‌کي‌برک ولسوالي کې د «توپ ډنډې» دودیزه لوبه د لسګونه ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوه.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، په دغه لوبو کې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، د ولایت په کچه ۱۲ لوبډلو پکې ګډون کړی وو.

نوموړي زیاته کړه، د شویو لوبو وروستي پړاو ته د سلېمانخېلو او جلال‌خېلو لوبډلو لاره مندلې وه چې سلېمانخېلو لوبډلې په بریا سره پاتې ته ورسېدې.

نعیم‌زي زیاته کړه، له یادو دودېزې سیالۍ له جوړیدو څخه یې موخه د ولایت په کچه پخوانیو دودیزو سیالیو ته وده ورکول، د ورزش‌کارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول او د ورزشکارانو ظرفیت لوړول دي.

بل‌خوا د یادو سیالیو یوه ګډونوال رحیم‌الله  رسنیو ته وویل، دا ډول سیالي کولای شي چې د ځوانانو ترمنځ مثبتې اړیکې رامنځته کړي، خو اړتیا ده چې ددغه ولایت دودیزو لوبو ته لا زیات کار وشي.

مطالب

لوګر کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ
«توپ‌ډنډې»
دودیزه سیالي
پای ته ورسېدې

دا خبر نورو سره شریک کړئ