Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې روان کال د جرمونو په تور ۱۱۰۰ کسان نیول شوي.
۲۸ حوت ۱۴۰۳

خوست کې روان کال د جرمونو په تور ۱۱۰۰ کسان نیول شوي.

د خوست امنيه قومنداني روان کال په دغه ولایت کې د جنايي جرمونو او نشه‌يي توکو په تور څه باندې ۱۱۰۰ کسان نيولي دي.

د خوست امنيه قومنداني وياند طاهراحرار په يوه خبري ناسته کې رسنيو ته وويل چې د روان ۱۴۰۳ لمريز کال پرمهال د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور د مخنيوي لپاره ۶۵۸ عمليات شو چې پايله کې يې ۵۲۴ کسان له لاس په لاس نيول شوي دي.

نوموړي همداراز وويل چې روان کال ۴۴۱ جنايي پېښو ته رسېدنه شوې او د بېلابېلو جرمونو په تړاو يې ۵۸۸ کسان نیولي دي.

د هغه په وینا، د یادو کسانو قضیې عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

د خوست يوشمېر اوسېدونکي له امنيتي ادارو غوښتنه کوي چې د نشه‌يي توکو قاچاق، پلور او همداراز د جنايي پېښو د مخنيوي لپاره دې لاجدي هڅې وکړي.

ياده خبري ناسته کې د امنيه قومنداني اړوند د ځينو نورو مديريتونو کړنې او لاسته‌راوړنې هم له رسنيو سره شريکې شوې.

مطالب

خوست کې روان کال
د جرمونو په تور
۱۱۰۰ کسان نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ