Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيا کې په ۳۲ میلیونه افغانیو د برښنا رسونې پروژه بشپړه شوه.
۲۴ سرطان ۱۴۰۴

پکتيا کې په ۳۲ میلیونه افغانیو د برښنا رسونې پروژه بشپړه شوه.

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برښنا رسونې پروژه بشپړه او ګټې‌اخیستنې وسپارل شوه.

د پکتیا ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مرکز ګردېز اړوند ګواښ، سلات بېک، نوی کلی او تاخان‌خېلو سیمو ته د برښنا رسونې پروژه، د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او  ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

خبرپاڼه زياتوي چې یاده پروژه کې شپږ ترانسفارمرونه نصب شوي چې د ۵۲۶ کیلو ولټ امپیره ټولیز ظرفیت لري او همداشان د ۳۶۴ اوسپنیزو پایو، شبکې غزونې او اړینو تجهیزاتو په مرسته عملي شوې ده.

په ياده پروژه کې د سلات‌بيک، ګواښ او کوز ګواښ کليو لپاره د ۱۰۰ کيلو ولټ امپير او د وليان او تاخان‌خېلو کليو لپاره ۶۳ کيلو ولټ امپير تراسفرمرونه نصب شوي‌ دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژه شاوخوا ۳۴۵ کورنۍ، یو ښوونځی، یوه ديني مدرسه، ګڼ‌شمېر جوماتونه او دوکانونه له دوامدارې برښنا برخمن شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د يادې پروژې لګښت د حکومتي بوديجې څخه ورکول شوی دی.

مطالب

پکتيا کې په ۳۲ میلیونه افغانیو
د برښنا رسونې پروژه بشپړه شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ