Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بنګله‌دېش کې اعترض‌کوونو د شیخ‌حسینې کور ته اوراچولی.
۱۸ دلو ۱۴۰۳

بنګله‌دېش کې اعترض‌کوونو د شیخ‌حسینې کور ته اوراچولی.

په بنګله‌دېش کې زرګونه اعتراض کوونکو د یاد هېواد مخکینۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې کور ته اور اچولی او ویجاړ کړی دی.

اعتراض‌کوونکو وروسته له هغې د مخکینۍ لومړۍ وزیرې کور ته اور واچوه چې نوموړې پر ټولنیزو رسنیو یوې ویډیو کې له خپلو پلویانو غوښتنه وکړه چې د لنډمهالي حکومت پر وړاندې ودرېږي.

شیخ حسینا د تېرکال اګسټ کې د لاریونونو په پایله کې له ۱۵کلونو واکمنۍ وروسته واک پرېښودو او هند  ته وتښتېده.

د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډهاکه کې دا کور د حسینې د  پلار شیخ مجیب‌الرحمن کور و چې په ۱۹۷۱ کال کې یې له پاکستان څخه د خپلواکۍ مشري کوله. مجیب‌الرحمن د بنګله‌دېش هېواد بنسټګر بلل کېږي.

نوموړی په ۱۹۷۵کال کې ترور شو او حسینې بیا دا کور پر موزیم بدل کړ.

لاریون کوونکو بېګاه ناوخته د یاد کور ویجاړولو لپاره له لرګیو، څټکونو او نورو وسایلو سره راوتلي وو چې ځینو نورو بیا د کور ویجاړولو لپاره له ځان سره کرېن هم راوستلی و.

لاریون کوونکو د حسینې په مشري د عوامي ګوند د غړیو او ملاتړکوونکو کورونه، سوداګریز مرکزونه او ودانۍ هم په نښه کړي دي.

مطالب

بنګله‌دېش کې
اعترض‌کوونو
د شیخ‌حسینې
کور ته اوراچولی

دا خبر نورو سره شریک کړئ