Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کېیف او مسکو مخامخ خبرې؛ روسي پلاوی استانبول ته ورسېد.
۲۵ ثور ۱۴۰۴

د کېیف او مسکو مخامخ خبرې؛ روسي پلاوی استانبول ته ورسېد.

د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره د مسکو مذاکراتي پلاوی د ترکیې استانبول ښار ته رسېدلی دی.

د روسیې انټرفاکس خبري رسنۍ راپور ورکړی چې د یاد هېواد ولسمشر ولادېمیر پوتین د مذاکراتي پلاوي په نوملړ کې نه‌لیدل کېږي.

تراوسه دا روښانه نه‌ده چې د اوکراین او روسیې ترمنځ خبرې به کله پیلېږي.؟ د روسیې د ولسمشر ویاند ډیمیټري پېسکوف ټاس خبري اژانس ته ویلي: «نن د خبرو پیل دی او هر څه یې، د پرمختګ پورې اړه لري.»

بل‌خوا کرملین وايي چې پوتین بېګاه شپه ترکیې ته د یاد هېواد تلونکي پلاوي او نورو چارواکو سره د اوکراین سولې په تړاو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ولادېمیر پوتین د یاد هېواد دفاع وزیر سربېره، لوړپوړو امنیتي چارواکو، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره خبرې کړې دي.

د روسیې ولسمشر اوکرایني لوري ته د روانې جګړې پای ته رسولو او سولې خبرو لپاره د ترکیې استانبول ښار ټاکلی چې د دواړو هېوادونو مذاکراتي پلاوي هغه هېواد ته رسېدلې دي.

په ورته مهال نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي به روسیې سره له خبرو وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم وویني.

مطالب

د کېیف او مسکو مخامخ خبرې
روسي پلاوی استانبول ته ورسېد

دا خبر نورو سره شریک کړئ