Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ای‌پي‌اېل لیګ؛ ګجرات ټایټنز او ممبی انډیینز نن سیالي کوي.
۹ حمل ۱۴۰۴

ای‌پي‌اېل لیګ؛ ګجرات ټایټنز او ممبی انډیینز نن سیالي کوي.

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن د ګجرات ټایټنز او ممبی انډییز لوبډلې د یوه بل پروړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د احمداباد په نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

دواړو لوبډلو په روان لیګ کې خپلې لومړۍ لوبې بایللي او نن به هڅه وکړي چې په کېدونکې لوبه کې بریا ترلاسه کړي.

افغان لوبغاړی راشدخان هم ګجرات ټایټنز لوبډله کې لوبېږي.

د ای‌پي‌اېل لیګ په تېرو پړاونو کې په مخ شویو وروستیو پنځو سیالیو کې درې ځلې ګجرات ټایټنز او دوه ځلې ممبی انډییز بریاوې خپلې کړې دي.

د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې رویال چلنجرز بنلګور لوبډلې خپله دویمه بریا خپله کړه او چینای سوپر کنګز ته یې، ماته ورکړه.

په دې سیالي کې افغان لوبغاړی نوراحمد یو ځل بیا ښه وځلېد او د خپلې لوبډلې په ګټه یې، درې وېکټې ترلاسه کړې.

نوراحمد تر دا مهاله په دوو سیالیو کې د چینای سوپر کنګز لپاره ۷ وېکټې اخیستي او مخکښ وېکټ اخیستونکی دی.

مطالب

ی‌پي‌اېل لیګ
ګجرات ټایټنز او ممبی انډیینز نن سیالي کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ