Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سرحدي او ډیورنډ فرضي کرښه کې په یو میلیارد افغانیو پروژې تطبیق کیږي.
۲۶ جوزا ۱۴۰۴

سرحدي او ډیورنډ فرضي کرښه کې په یو میلیارد افغانیو پروژې تطبیق کیږي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت مسوولان وايي، د اسلامي امارت مشر د ډیورنډ فرضي کرښې او ۷ ولایتونو نورو سرحدي سیمو اوسېدونکو لپاره د یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۴۳ پراختیايي پروژې منظور کړي دي.

د دغه وزارت د سرحدونو د ارزونې مرستیال محمد اسماعیل غزنوي نن (دوشنبه، جوزا ۲۶) کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دغه پروژې د ښوونې، روغتیا، مخابراتو او سړک جوړولو په برخه کې تطبیق کیږي.

«د ډیورنډ فرضي کرښې او د ۷ ولایتونو سرحدي سیمو اوسېدونکو لپاره د ښوونې، روغتیا، مخابراتو او سړک جوړونې برخو کې ۳۴۳ پراختیايي پروژې منظور شوي چې له دې جملې ۷۶ یې تر کار لاندې دي.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولان زیاتوي چې دغه پروژې ننګرهار، نورستان، کونړ، خوست، لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې عملي کیږي.

د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس تسلیم‌الله حقاني وویل، د دغو پروژو د تطبیق لومړی پړاو له نورستان ولایت څخه پیل شوی.

«مونږ دغه پروژې عملآ په نورستان ولایت کې پرانیستي، کامدېش او پرګمتال ولسوالیو کې ۷ پروژې منظور شوي او په ۵ پروژو کار پیل شوی. د اوبو رسولو او سړکونو جوړولو په برخه کې دي.»

د یادونې ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې ډیورنډ فرضي کرښې او د هېواد د نورو سرحدي سیمو اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره یوه کمیټه رامنځ ته کړې وه، ترڅو له لارې یې د یادو سیمو اوسېدونکو لپاره بېلابېلو برخو کې معیاري خدمات برابر کړي.

مطالب

سرحدي او ډیورنډ فرضي کرښه کې
په یو میلیارد افغانیو پروژې تطبیق کیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ