Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حمل مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۰۰زره مټریک ټنه انتقالات شوي.
۷ ثور ۱۴۰۴

حمل مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۰۰زره مټریک ټنه انتقالات شوي.



د ټولګټو چارو وزارت نن (یکشنبه، ثور ۷) پر اېکسپاڼه ویلي، تېره حمل میاشت کې د حیرتان، اقینې، هرات ـ خواف او تورغونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ۳۰۶زره  او ۷۶۵ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې «۲۳۷۱۶۶» ټنه، د آقینې بندر له لارې «۱۹۵۵۹» ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې «۳۹۷۸۶» ټنه او د خواف ـ هرات له لارې «۱۰۲۵۴» ټنه انتقالات شوي.

د دغه وزارت په وینا، د حیرتان بندر له لارې د انتقالاتو له ډلې «۲۹۷۷۱» ټنه صادرات دي چې لویه برخه یې وچه مېوه، کینو او د انارو جوس دي.

د ټولګټو وزارت زیاتوي چې د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه‌والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

مطالب

حمل مياشت کې
د اوسپنې پټلۍ له لارې
څه باندې ۳۰۰زره مټریک
ټنه انتقالات شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ