Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغان کډوال؛ پاکستان کې د ورکړل شوي وخت د غځېدو غوښتنه کوي.
۱۰ حمل ۱۴۰۴

افغان کډوال؛ پاکستان کې د ورکړل شوي وخت د غځېدو غوښتنه کوي.

په پاکستانه کې په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ورکړل شوي ضرب‌الاجل ته یوه ورځ پاتې ده، خو لا هم ځينې افغان کډوال د یاد ضرب‌الاجل د غځېدو غوښتونکي دي.

 دوی د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتنه کوي، چې هر څه ژر لاس په کار شي او له افغان کډوالو سره مرسته وکړي. بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیراعلان کړی، چې له دغه هېواده د افغان تابعیت کارت لرونکو کډوالو د ستنولو لپاره ټول چمتووالی ارزول شوی دی.

 هغه په یوه ناسته کې ویلي، چې د دغه بهیر د عملي کولو لپاره د فدرالي حکومت له لوري د ایالتونوله حکومتونو سره هر به ډول ممکنه همکاري وشي. د افغان کډوالو پر وړاندې ستونزې یوازې په پاکستان پورې محدودې نه‌دي؛ بلکې په بل ګاونډي هېواد ایران کې هم کډوال له بد چلند او جبري اېستلو سره مخ دي.

مطالب

افغان کډوال
پاکستان کې د ورکړل شوي وخت
د غځېدو غوښتنه کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ