لوګر کې د ټرافیکې پېښې له کبله یو ۱۲ کلن ماشوم شـ.ـهید شوی.
د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د دې ولایت مرکز اړوند سیمه کې د ټرافیکي پېښې له کبله یو ماشوم شـ.ـهید شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس ځایي خبریالانو ته وویل، پېښه د پنجشنبې په ورځ څرخ ولسوالۍ ته پر لاره رامنځ ته شوې؛ چې په وینا یې کرولاموټر د سړک پرغاړه د عبدالحنان په نوم یو ۱۲ کلن ماشوم وهلی چې نوموړی لومړی ټپي او روغتون ته تر رسېدو وروسته یې ساه ورکړې ده.
انس ویلي، پېښه د ټرافیکو مدیریت له لوري ترڅېړنو لاندې ده او کرولا موټر یاد مدیریت ته لېږدول شوی دی.
د موټر چلونکو له لوري ګړندی تګ، د سړکونو او لویو لارو خرابوالی او د خلکو ګڼه ګوڼه؛ ډېر کله د ټرافیکي پېښو د را منځ ته کېدو لاملونه یاد شوي.