Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ملګروملتونو سرمنشي: ډېری مسلمانان د نښتو له امله اختر نه‌شي نمانځلی.
۱۰ حمل ۱۴۰۴

د ملګروملتونو سرمنشي: ډېری مسلمانان د نښتو له امله اختر نه‌شي نمانځلی.



انتونیو ګوترش نن (یکشنبه، د وري ۱۰) د اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، اختر د یوالي او شفقت ته د ارزښت ورکولو لپاره یو فرصت دی.

هغه پر اېکسپاڼه لیکلي چې ډېری مسلمانان د نښتو او کډوالۍ په دلیل نه‌شي کولی اخت له خپلو کورنیو سره یو ځای ونمانځي.

د ملګروملتون سرمنشي زیاته کړې چې: «غواړم د نړۍ په سطحه مسلمانانو ته د کوچني اختر نیکې پېرزوینې وړاندې کړم. خو فکر کوم چې زیاتره مسلمانان نه‌شي کولی د اختر خوشحالي ونمانځي.»

انتونیو ګوترش هیله څرګنده کړې چې اختر خلک سره متحد کړي، څو ارزښتونه په واقعیت بدل کړي.

مطالب

د ملګروملتونو سرمنشي
ډېری مسلمانان د نښتو
امله اختر نه‌شي نمانځلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ