Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ د وژل شویو شمېر له ۵۸ زره لوړ شو.
۲۳ سرطان ۱۴۰۴

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ د وژل شویو شمېر له ۵۸ زره لوړ شو.



د ۲۰۲۳ کال اکټوبر میاشت کې پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له پیل راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۵۸ زره او ۲۶ کسانو ته ورسېد.

الجزیرې شبکې نن (دوشنبه، سرطان ۲۳) راپور ورکړی چې د بریدونو پرمهال شاوخوا ۱۳۸ زره نور ټپیان شوي هم دي.

راپور کې ویل شوي چې یوازې تېره ورځ یکشنبه د یوه مشهور ډاکټر او اوو ماشومانو په ګډون ۹۵ فسطینیان ووژل شول.

د یادونې ده چې د روان ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۸۰۵ فلسطینیان بیا د مرستو ترلاسه کولو پرمهال وژل شوي او ۵۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

غزه کې د اسراییلو بریدونو سره هم‌مهاله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ کې د اوربند ټینګښت لپاره ډېر چانس شتون لري.

مطالب

پر غزې د اسراییل بریدونه
د وژل شویو شمېر له ۵۸ زره لوړ شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ