Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ای‌پي‌اېل لیګ؛ ګجرات له کلکتې سره لوبېږي.
۱ ثور ۱۴۰۴

ای‌پي‌اېل لیګ؛ ګجرات له کلکتې سره لوبېږي.



د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن دوشنبه، اپرېل ۲۱مه د افغان لوبغاړو په ګډون ګجرات ټایټنز له کلکته نایټ‌رایډرز سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د کلکتې په «اېډن ګارډنز کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

ګجرات کې افغان ستوری راشدخان او کریم جنت هم لوبېږي چې دا مهال د روان لیګ د سیالیو جدول په لومړي ځای کې دي. یادې لوبډلې له کړیو اوو سیالیو څخه پنځه ګټلي او دوه یې، بایللې دي.

بل‌خوا کلکته نایټ‌رایډرز لوبډله چې د جدول په اووم ځای کې شتون لري، بل افغان لوبغاړی رحمن‌الله ګربز هم په‌کې لوبېږي، خو تراوسه ورته روان لیګ د لوبېدو چانس نه‌دی ورکړل شوی.

دا روان لیګ کې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړی لوبه ده چې کېږي.

 له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو درېوو لوبو کې ګجرات دوه او کلکتې یو ځل بریاوې خپلې کړې دي.

مطالب

ای‌پي‌اېل لیګ
ګجرات له کلکتې سره لوبېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ