Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډونالډ ټرمپ: د شمالي‌کوریا مشر سره ښې اړیکې لرم.
۲۴ حوت ۱۴۰۳

ډونالډ ټرمپ: د شمالي‌کوریا مشر سره ښې اړیکې لرم.



د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د شمالي‌کوریا مشر کېم جونګ اون سره لاهم ښې اړیکې لري.

ټرمپ چې په اووال دفتر کې د ناټو له عمومي منشي مارک روټ سره یوې خبري ناسته کې خبرې کولې، یو ځل بیا شمالي‌کوریا د یوه اټومي ځواک په توګه یاد کړی دی.

نوموړي د یوه خبریال پوښتنې چې ایا غواړي له کېم جونګ اون سره یوځل بیا اړیکې ورغوي، وویل: «زه له کېم جونګ اون سره ښې اړیکې لرم او به وګورو چې څه پېښېږي، خو یقینآ هغه یو اټومي ځواک دی.»

تېره اوونۍ، د کیم جونګ اون خور کېم یوجونګ د ټرمپ پر ادارې د «پاروونکو اقداماتو» د زیاتولو له امله نیوکه وکړه.

هغې وویل چې دغه اقدامات د دې لپاره کېږي چې د شمالي‌کوریا د اټومي وسلو مخه ونیول شي.

 په ورته مهال واک ته د ډونالډ ټرمپ له راتلو وروسته روانه اوونۍ د لومړي ځل لپاره شمالي‌کوریا څو بالېسټیک توغندي وتوغول.

مطالب

ډونالډ ټرمپ
د شمالي‌کوریا
مشر سره ښې اړیکې لرم

دا خبر نورو سره شریک کړئ