Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نورستان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
۴ ثور ۱۴۰۴

نورستان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د نورستان ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند غلام رحمان حیدري رسنیو ته ویلي چې یاده پېښه د کامدېش ولسوالۍ اړوند پتیګل سیمه کې د یو سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې له امله یې ۴ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي. 

د نوموړي په خبره، د پېښې ټپیان د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

مطالب

نورستان کې
د ترافیکي پېښې له کبله
۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ