Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان کې چاودنه؛ د ښوونځي څلور ماشومان وژل شوي او ۳۸ ټپیان دي.
۳۱ ثور ۱۴۰۴

پاکستان کې چاودنه؛ د ښوونځي څلور ماشومان وژل شوي او ۳۸ ټپیان دي.



چارواکي وايي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه ښوونځي پر بس موټر د چاودنې له کبله څلور ماشومان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

پېښه نن چهارشنبه، مې ۲۱مه سهار د بلوچستان د خضدار ولسوالي په اړوند سیمه کې شوې ده.

د خضدار ولسوالي یوه چارواکي یاسر اقبال دشتي پېښه تایید کړې او د څلور ماشومانو د وژنې او ۳۸ نورو د ټپي‌کېدو پخلی یې کړی دی.

هغه الجزیرې  خبري شبکې ته وویل: «بس موټر د پوځي دولتي ښوونځي د ماشومان وو او سهار مهال د ماشومانو پورته کولو پرمهال ځانمرګی برید پرې شوی دی.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه برید غندلی او د ماشومانو پر مړینه او ټپي‌کېدو یې، خواشیني ښودلې ده. «دښمن په ډې وحشت سره پر بې‌ ګناه ماشومانو برید کړی. د ښوونځي پر بس موټر برید د دښمن ناوړه دسیسه ده چې غواړي هېواد کې بې‌ثباتي رامنځته کړي.»

په ورته مهال چارواکي ویلي چې ښايي د مړینې شمېر له دې هم لوړ شي.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

پاکستا له دې وړاندې هم د پوځ اړوند پر دولتي ښوونځیو بریدونه شوي چې له امله یې، ګڼو زده‌کوونکو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

مطالب

پاکستان کې چاودنه
د ښوونځي څلور ماشومان
وژل شوي او ۳۸ ټپیان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ