Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پنجشېر کې له۵۰ بستریز روغتون سره د طبي وسایلو مرسته شوې.
۸ دلو ۱۴۰۳

پنجشېر کې له۵۰ بستریز روغتون سره د طبي وسایلو مرسته شوې.

د پنجشېر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د رخې ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون ته د سره صلیب دفتر له لوري د لسګونو قلمه درملو او طبي وسایلو مرسته شوې ده. د مسوولینو په خبره د یادو مرستو په چوکاټ کې ۴۹ کارتنه ډول ډول درمل او طبي وسایل له کابل څخه یاد روغتون ته سپارل شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه درمل او طبي وسایل په ځانګړي ډول د عاجلو پېښو لپاره چمتو شوي دي او د دې مرستو په رارسېدو سره به د پنجشېر اوسېدونکو ته لا ښه او اغېزمن روغتیایي خدمتونه وړاندې شي. د سیمې خلک د دې مرستې هرکلی کوي او د روغتیایي اسانتیاوو د لا زیاتېدو غوښتنه کوي ترڅو د دوی اړتیاوې په وخت او ښه ډول پوره شي.

مطالب

پنجشېر ولایت
د عامې روغتیا ریاست

دا خبر نورو سره شریک کړئ