Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې لوږې ۳۲۶ کسان مړه کړي او ۱۴زره ماشومان د مرګ خطر سره مخ دي.
۳۱ ثور ۱۴۰۴

غزه کې لوږې ۳۲۶ کسان مړه کړي او ۱۴زره ماشومان د مرګ خطر سره مخ دي.



د غزې روغتیايي چارواکو نن (چهارشنبه، د ثور ۳۱) وویل، د اسراییلي ځواکونو محاصرې له امله هلته لوږه او قحطي پراخه شوې.

د راپورونو پر اساس، غزه کې د لوږې په دلیل د مارچ له دوهمې راهیسې لږ تر لږه ۳۲۶ فلسطینیانو ژوند بایللی دی.

ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې په ۴۸ ساعتونو کې غزه کې ۱۴۰۰۰ ماشومان د مړینې له خطر سره مخامخ دي.

سره له دې چې اسراییل دوه ورځې وړاندې غزې ته د محدودو بشري مرستو د بیا لېږد اجازه ورکړه، خو ملګري ملتونه وايي چې په غزه کې هیڅ ډول مرستې نه دي ویشل شوي.

ورته وخت کې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو غزه کې بمبارۍ ته دوام ورکړی او د تېرې شپې بریدونو کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

پر غزې د اسراییلي ځواکونو د نویو پوځي عملیاتو له امله چې تېرو څو ورځو کې یې سلګونه فلسطینیان وژلي، په نړیواله سطحه نیوکې ډېرې کړي.

برتانیې، فرانسې او کاناډا ګواښ کړی که پر غزې بریدونه ونه‌درول شي او د مرستو لېږد مخنیوی وشي، نو پر اسراییل به بندیزونه ولګوي.

مطالب

غزه کې لوږې ۳۲۶ کسان مړه کړي
او ۱۴زره ماشومان د مرګ خطر سره مخ دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ