Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اسلامي امارت او ترکیې چارواکو د اړیکو په پراختیا خبرې کړي.
۳ جوزا ۱۴۰۴

د اسلامي امارت او ترکیې چارواکو د اړیکو په پراختیا خبرې کړي.



د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم تېره ورځ (پنجشنبه، جوزا لومړۍ) کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال سره لیدلي.

ښاغلي تکل لیکلي چې دغه کتنه کې د ترکیې او افغانستان د اړیکو په پراختیا، د راستنېدونکو کډوالو په ستونزو او نورو دوه‌اړخیزو موضوعاتو خبرې شوي.

محمد نعیم د افغانستان او ترکیې اړیکې له دیني، سیاسي، کلتوري او تاریخي پلوه ژورې او نه‌شلېدونکې بللي او د ترکیې له هر اړخیزو همکاریو د مننې ترڅنګ، له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې.

بل لور ته جنګ اونال د اړیکو د پراختیا هیله ښودلې او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی.

مطالب

د اسلامي امارت او ترکیې چارواکو
د اړیکو په پراختیا خبرې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ