Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لغمان؛ لسکونه کورنیو ته د شاتو مچیو روزنې برخه کې د کار زمینه برابره شوې.
۷ ثور ۱۴۰۴

لغمان؛ لسکونه کورنیو ته د شاتو مچیو روزنې برخه کې د کار زمینه برابره شوې.

د لغمان ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ۸۴ کورنیو ته د شاتو مچیو د روزنې په برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده.

 د یاد ریاست د نشراتو مسوول سردار زیار رسنیو ته ویلي، چې د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ ۸۴ بېوزله کورنیو ته د شاتو مچیو د روزنې او تولید په برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده.

 نوموړي زیاته کړه، چې یادو کورنیو ته د شاتو مچیو د فارمونو جوړولو لپاره د شاتو مچیو ډک صندقونه، لس پېتۍ تش صندقونه، یو دود پمپ، دکارجامې، ۳۴ کیلوګرامه بوره، ۴ تش ښيښه لرونکي بوتلونه، د شاتو وېستلو ماشین، دستکشې، خولۍ، درمل او د روزلو اړوند بېلابېل وسایل وېشل شوي دي.

مطالب

لغمان؛ لسکونه کورنیو ته
د شاتو مچیو روزنې برخه کې
د کار زمینه برابره شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ