Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د واخان سړک د دویم فاز د جغل‌اچوونې قرارداد لاسلیک شو.
۲۳ حوت ۱۴۰۳

د واخان سړک د دویم فاز د جغل‌اچوونې قرارداد لاسلیک شو.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو نن  پنجشنبه، کب ۲۳مه، د واخان-بدخشان سړک د دویمې برخې د جغل‌اچوونې تړون له یوه خصوصي کورني شرکت سره لاسلیک کړ.

د وزارت سرپرست محمدیونس اخندزاده په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې تړون پربنسټ به یاد ساختماني شرکت د بدخشان له واخان سړک ۷۱ کیلومتره د بزای ګنباد سیمې څخه د ولایت د بروغېل تر پولې چې له اته تر ۱۰ متره پلنوالی لري او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، جغل واچوي.

د نوموړي په وینا، دا پروژه به په راتلونکي کال کې بشپړه شي چې له هغې وروسته به افغانستان د چین له پولې سره ونښلول شي.

هغه وویل: «موږ نن د واخان سړک د دویم فاز جغل اچولو قرارداد د کورني شرکت صداقت سره لاسلیک کړ او د دې پروژې کار به د هوا په ګرمېدو سره پیل شي. کله چې دا سړک جوړ شي، نو ښاریان به وکولای شي، په خپلو کوچنیو موټرو کې چین ته سفر وکړي.»

د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست همداراز وايي چې د واخان-چین سړک د افغانستان او چین لپاره تر ټولو لنډه ټرانزیټ لاره او ګټوره اقتصادي پروژه ده.

د صداقت ساختماني شرکت چارواکي وايي، دوی به د واخان – بدخشان سړک دویمه برخه د نړیوالو معیارونو سره سم جوړه کړي.

د شرکت رییس غوث‌الدین وویل: «موږ د یاد وزارت مسوولانو سره ژمنه کړې چې د هوا په ګرمېدو او په لوړ معیار خپل کارونه پیل کړو او هڅه به وکړو چې د روان کال تر پایه یې، بشپړه کړو.»

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په وینا، د واخان-چین سړک لومړۍ برخه تېرکال د بزای ګنبد له سیمې پیل شوه او د چین پولې ته د ۵۰ کیلومتره په اوږدوالي سره بشپړه شوې ده.

مطالب

د واخان سړک د دویم فاز
جغل‌اچوونې
قرارداد لاسلیک شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ