Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ایران د سنټرفیوژنو د تولید دوه تاسیسات په نښه شوي.
۲۸ جوزا ۱۴۰۴

د ایران د سنټرفیوژنو د تولید دوه تاسیسات په نښه شوي.



د اټومي انرژي نړیواله اداره وايي چې په ایران کې د سنټرفیوژنو د تولید دوه تاسیسات په نښه شوي دي.

یادې ادارې نن چهارشنبه، جون ۱۸مه، پر خپله اېکس‌پاڼه همداراز ویلي چې د یاد هېواد په کرج کې یو ورکشاپ او د تهران څیړنیز مرکز هم په نښه شوي دي.

د ملګروملتونو اړوند یادې ادارې زیاته کړې چې د پلازمېنې تهران اړوند سیمه کې یوه ودانۍ په نښه شوې چې پرمختللي سنټرفیوژنو روټرونه په‌کې تولید او ازمول شوي وو.

د ایران په کرج کې هم دوه ودانۍ ویجاړې شوي، چیرې چې د سنټرفیوژنو بېلابېل اجزا په‌کې تولید شوي وو.

د ایران اړوند رسنیو او د یاد هېواد چارواکو تراوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د ایران په بېلابېلو سمیو کې له هغې ډلې تهران کې د هوايي دفاعي سېسټم فعال شوي او تر ډېره د اسراییلو د هوايي بریدونو په مخنیوي کې ونډه لري.

مطالب

د ایران د سنټرفیوژنو
د تولید دوه تاسیسات په نښه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ