Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغان او پاکستاني لوري د ټرانس افغان رېل پټلۍ په تړاو خبرې کړې.
۱۹ سرطان ۱۴۰۴

افغان او پاکستاني لوري د ټرانس افغان رېل پټلۍ په تړاو خبرې کړې.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د «ټرانس افغان رېل پټلۍ» پروژې په تړاو وروستۍ هوکړې ته رسېدلي دي. 

دغه پروژه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د نښلېدو او د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره طرحه شوې ده. 

پاکستاني رسنۍ وایي، چې دا هوکړه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو ترمنځ په اسلام اباد کې د خبرو اترو په لومړي پړاو کې شوې ده.

 په دې خبرو کې پر سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمه‌ییز امنیت او ځمکني نښلېدو اړوندو مسلو بحث او خبرې شوې دي.

مطالب

افغان او پاکستاني لوري
د ټرانس افغان رېل پټلۍ په تړاو خبرې کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ