Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

رویټرز: اوکراین په لومړي ځل د روسیې جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې.
۱۴ ثور ۱۴۰۴

رویټرز: اوکراین په لومړي ځل د روسیې جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې.

رویټرز خبري اژانس د اوکرایني پوځ د استخباراتو له قوله راپور ورکړی، چې اوکراین د لومړي ځل لپاره د سمندري ډرون په وسیله د روسي جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې ده. 

د اوکراین د پوځ استخباراتو دا پېښه په نړۍ کې لومړنۍ پېښه بللې، چې یوه جنګي الوتکه د سمندري ډرون له‌خوا ویشتل شوې ده. 

د راپور له مخې، د روسیې یاده جنګي الوتکه تېره ورځ د اوکراین د استخباراتو یوې ډلې له‌خوا د تور سمندرګي د نوروسیسک بندر ته نږدې په اوبو کې ویشتل شوې ده.

که څه هم د روسیې دفاع وزارت تر دې دمه د اوکراین د دې ادعا په اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو یاد وزارت ته نږدې سرچینو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې تېره شپه یوه جنګي جېټ الوتکه د نوروسیسک لوېدیځ ته ۵۰ کیلومترۍ کې د اوکراین له‌خوا ویشتل شوې ده.

مطالب

رویټرز
اوکراین په لومړي ځل
په لومړي ځل د روسیې جنګي
جېټ الوتکه رانسکوره کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ