Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هېواد کې صنعت‌کارانو ته د قانونو اسنادو د وېش لړۍ پیل شوه,
۷ جوزا ۱۴۰۴

هېواد کې صنعت‌کارانو ته د قانونو اسنادو د وېش لړۍ پیل شوه,

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په صنعتي سيمو کې هغو صنعتکارانو ته چې قانوني شرایط یې پوره کړي، د ځمکې د ملکیت سند د وېش رسمي لړۍ پیل شوه.

 په دې تړاو جوړه شوې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد ويلي، هغه صنعت‌کاران چې غواړي د ځمکې ملکیت سند ترلاسه کړي، باید وزارت ته مراجعه وکړي او خپل غوښتنلیکونه د قانوني مراحلو له تېرېدو وروسته نهايي کړي.

 زاهد دغه راز یوځل بیا له بهر مېشتو افغان سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې افغانستان ته راولېږدوي او په کور دننه پاونګونې وکړي. 

په دې مراسمو کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې د صنعتي ساحو پراختيا او صنعت‌کارانو ته د ځمکو د ملکيت د سندونو وېش د پانګه‌والو هڅو ته نوی روح بښي.

 نوموړي په دغې برخه کې د حکومت ژمنتيا ته په اشارې ویلي، چې غواړي توليد، صادراتو او کورني بازار ته زمینه برابره کړي.

مطالب

هېواد کې صنعت‌کارانو ته
د قانونو اسنادو
د وېش لړۍ پیل شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ