Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جوزف عون د لبنان ولسمشر وټاکل شو.
۲۱ جدی ۱۴۰۳

جوزف عون د لبنان ولسمشر وټاکل شو.

د لبنان پارلمان پرون د پوځ مشر جوزف عون د هېواد د ولسمشر په توګه وټاکه. جوزف عون ژمنه کړې، چې سویلي لبنان او د هېواد نورې هغه برخې، چې د ده په وینا اسراییل ویجاړې کړې دي، بیا ورغوي. په داسې حال کې چې لبنان له ژورو اقتصادي او سیاسي ناورینونو سره مخ دی، هغه همدا راز وویل، چې د اسراييلي بریدونو مخنیوی به وکړي. جوزف عون زیاته کړې، چې دا د لبنان په تاریخ کې نوی پړاو پیلېږي.

مطالب

جوزف عون
لبنان

دا خبر نورو سره شریک کړئ