Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کندهار د ارغنداب پله د بیارغولو چارې پیل شوې.
۱۶ حوت ۱۴۰۳

د کندهار د ارغنداب پله د بیارغولو چارې پیل شوې.



یاد پُل د کندهار د ارغنداب پر سيند موقعيت لري او پرې د ارزګان ترڅنګ، د دغه ولایت د شپږو شمالي ولسوالیو اوسېدونکي تګ راتګ کوي.

د ارغنداب پله يوه برخه د تېرو جګړو له امله ویجاړه شوې وه چې تازه یې د اسلامي امارت د مشر د بېړنۍ کمېټې له لوري د ۵.۵ ميلون افغانيو په ارزښت د رغونې چارې پېل شوې.

د یادې کمېټې تخنیکي مسوول شېر حسن خوشيوال وایي، دا پروژه به په ۴۵ ورځو کې بشپړه او لار به د ټرافيکو پر مخ خلاصه شي.

د یاد پله د ویجاړېدو له امله د ارغنداب، خاکرېز، نېش، ميانشين، غورک، ژېړۍ او ارزګان ولایت زرګونو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې ستونزې پیدا شوې وې.

ځايي خلک وایي چې د یاد پُل بیارغونه د سوداګرۍ، کرنې او عامو مسافرو لپاره مهمه او اساسي لار بلل کیږي چې تر رغېدو وروسته به د زرګونو خلکو ستونزې حل کړي.

مطالب

د کندهار
د ارغنداب پله
د بیارغولو
چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ