Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ۱۳۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه شوي.
۲۱ سرطان ۱۴۰۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ۱۳۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه شوي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په بهرنیو چارو وزارت کې څه باندې ۱۳۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل.  

دغه اقدام د بشري ځواک د کمولو یوه برخه ښودل شوې، خو د اداري اصولو، انساني حقونو او سیاسي موخو له اړخه یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. 

د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت ۱۳۵۳کارکوونکو چې د یوه رسمي اېمېل له لارې له دندو د ګوښه کېدو خبر ترلاسه کړی، له ډلې یې۱۱۰۷ تنه غېرنظامي اداري کارکوونکي او ۲۴۶ تنه رسمي ډیپلوماتان دي. 

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا کار د وزارت د بشري منابعو د کمښت د پراخ پلان یوه برخه ده، چې موخه یې د لګښتونو کنټرول، د «غېرضروري پوستونو» له منځه وړل او د «موثر تشکیلاتي جوړښت» رامنځته کول بلل شوي.

مطالب

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
۱۳۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ