Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د غزني په ناور کې د څرځای پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی.
۲ سرطان ۱۴۰۴

د غزني په ناور کې د څرځای پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی.

د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او د سیمې اوسېدونکو ترمنځ د څرځای پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند رسنیو ته وویل، دغه پېښه د ناور ولسوالۍ په برجګي تیختي کلي کې د کوچیانو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د څرځای پر سر شوې چې یو کس په کې وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه، وژل شوی کس د هزاره قوم اړوند دی او امنیتي ځواکونو په دې اړه درې کوچیان له وسلو سره نیولي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، نیول شوي کسان به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې ده، په غزني ولایت کې له دې مخکې څو ځلې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ د څرځایونو پر سر شخړې رامنځته شوې دي.

مطالب

د غزني په ناور کې
د څرځای پر سر شخړه کې
یو کس وژل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ