Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مولوي عبدالکبیر: د کډوالو لپاره د ښارګوټو د پرانیستلو چارې روانې دي.
۳۱ ثور ۱۴۰۴

مولوي عبدالکبیر: د کډوالو لپاره د ښارګوټو د پرانیستلو چارې روانې دي.

د کډوالو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د بغلان ولایت د علماو شورا له رییس او د یاد ولایت د نهرین ولسوالۍ له یو شمېر مخورو او مشرانو سره کتلي دي. 

د مالوماتو له مخې په دې لیدنه کې د بغلان د علماو شورا رییس د یاد ولایت د کډوالو ستونزې او یو شمېر وړاندیزونه له وزیر سره شریک کړل. 

نوموړي د راستنو شویو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د ځانګړي ښارګوټي پرانیستل یو اغېزناک ګام وباله. دغه راز، د نهرین ولسوالۍ مخورو د خپلو سیمو لپاره د یو لړ پراختیايي پروژو د پيل غوښتنه وکړه او د یوې نیمګړې پروژې د بشپړولو وړاندیز یې هم له وزیر سره شریک کړ. 

مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، چې ا.ا د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د عالي کمېسیون له لارې اړین اقدامات کړي، او په پاتې ولایتونو کې هم د کډوالو لپاره د ښارګوټو د پرانیستلو چارې روانې دي.

مطالب

مولوي عبدالکبیر
د کډوالو لپاره د ښارګوټو
د پرانیستلو چارې روانې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ