Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ناپېژنده وسله‌والو په پروان کې «دوه وروڼه» وژلي
۱۲ جدی ۱۴۰۳

ناپېژنده وسله‌والو په پروان کې «دوه وروڼه» وژلي

د پروان د امنیې قومانداني مسوولان وايي، ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولایت کې دوه ورونه وژلي دي.

د دوی په وینا، دا پېښه د مرغومي په پنځمه شپه شاوخوا نهه بجې د جبل‌السراج په مناره سیمه کې شوې ده.

د پروان د امنیې قومانداني ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار ویلي، ناپېژنده وسله‌والو دوه ورونه چې کروندګر وو، وژلي او خپله له سیمې تښتېدلي دي.

د پروان د امنیې قومانداني ویاند ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونو یې د نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

مطالب

پروان
امنیت
ټولنه

دا خبر نورو سره شریک کړئ