د افغان حاجیانو د سهمیې ډېرېدو غوښتنه وشوه.
د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب په کابل کې د سعودي
عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره کتلي او د حج پروسې د اسانتیاوو، د
حاجیانو سهمیې زیاتېدو او اوقافي ځمکو لپاره د بدیل په اړه یې خبرې کړي. د
سعودي عربستان سفیر د همکارۍ ډاډ ورکړی او د اړیکو پیاوړتیا ته یې ژمنتيا
ښودلې ده.