تورخم کې ۲۲۰۰ د مالټو نیالګي بېرته پاکستان ته ور ګرځول شوي.
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین ویلي، چې د تورخم بندر له لارې افغانستان ته د مالټو ۲۲۰۰ نیالګي واردېدل، خو د قرنطیني اصولو د نه مراعتولو له امله بېرته پاکستان ته مسترد شوي دي. په ورته وخت کې، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ویلي، چې د نیالګیو د روزنې لپاره په ننګرهار کې کافي سرچینې شته او د دې ولایت اقلیمي شرایط د مختلفو مالټو د کرلو لپاره مناسب دي، نو اړتیا نشته چې له بهرنیو هېوادونو بېکیفیته نیالګي وارد شي. نوموړي ټینګار کړی، چې د بهرنیو نیالګیو غیر ضروري واردات نه یوازې د هېواد د نیالګیو روزونکو ته اقتصادي زیان رسوي، بلکې د بڼوالو لپاره جدي ستونزې هم را منځته کوي.