Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.
۲۰ ثور ۱۴۰۴

د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د افغانستان د وچې مېوې ۷۰ سلنې صادرات کم شوي دي.

د شمېرو له مخې، افغانستان یوازې تېر کال له هند او پاکستان سره د درې میلیاردو او ۲۴۶ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده. 

په داسې حال کې چې د دغو ترینګلتیاوو له امله تر اوسه د واګه بندر له لارې هند ته د افغانستان د ۵۰۰ میلیون ډالرو صادرات درېدلي دي، خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه پر دې باور ده، چې د دغه وضعیت دوام به د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان سوداګرۍ ته زیان ورسوي.

 دغه خونه هند او پاکستان د افغانستان لپاره مهم بازارونه ګڼي، ځکه چې دواړه هېوادونه هم نږدې دي او هم د افغانستان له اوسنيو معیارونو سره برابر توکي مني.

 اوسمهال د افغانستان د صادراتي توکو څه باندې ۱۶۲ کانټینره، چې ډېری یې وچه مېوه ده، په واګه بندرې کې اېسار پاتې دي.

مطالب

د افغانستان د وچې مېوې
په صادراتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ