Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نن ساینس کې د نجونو نړیواله ورځ ده.
۲۳ دلو ۱۴۰۳

نن ساینس کې د نجونو نړیواله ورځ ده.

نن سه‌شنبه، د فبرورۍ یوولسمه په ساینس کې د نجونو او مېرمنو نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرېش د یادې ورځې په مناسبت ویلي چې د یوې ښې راتلونکې لپاره په علم کې جنسیتي برابري، د ټولو لپاره اړینه ده.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې لاهم مېرمنې د علمي برخو په دندو کې په سېسټماټیک ډول له خنډونو سره مخ دي.

ګوټرېش همداراز ټينګار کړی چې ساینس کې د جنسیتي نابرابرۍ له‌منځه وړو لپاره هدفمندو پروګرامونو ته اړتیا ده او په وینا یې، د ښځو ملاتړ او د انډول پربنسټ، تګ‌لارې باید رامنځته شي، څو برابرۍ ته وده ورکړي.

ملګروملتونو په ۲۰۱۵کال کې د فبرورۍ یوولسمه په ساینس کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په توګه وټاکله او له هغه راهیسې هر کال دغه ورځ نمانځل کېږي.

مطالب

نن ساینس کې
د نجونو نړیواله ورځ ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ