Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عمري: افغانستان د ځینو خوراکي توکو واردولو په تړاو له روسیې سره د خبرو په حال کې دی.
۳۱ جوزا ۱۴۰۴

عمري: افغانستان د ځینو خوراکي توکو واردولو په تړاو له روسیې سره د خبرو په حال کې دی.

رویټرز د افغانستان د کرنې وزارت د سرپرست له قوله خبر ورکړی چې دغه هېواد د ځینو خوراکي توکو واردولو په اړه له روسیې سره د خبرو په حال کې دی؛ ځکه د اسرائیل او ایران جګړه ښايي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري له خنډ سره مخ کړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري رویټرز ته ویلي چې افغانستان د ځینو خوراکي توکو واردولو په اړه له روسیې سره د خبرو په حال کې دی.

عمري سن‌پټرزبورګ کې د اقتصادي ناستې په څنډه کې ویلي چې افغانستان اوس هم ځینو ایراني خوراکي توکو ته اړتیا لري که هلته څه ستونزه پیدا شوه، له شک پرته به اغېز وکړي او بالاخره له روسیې به واردات ډېر شي.

د عمري په وینا، له ایرانه افغانستان ته ځیني لبني محصولات او نور توکي واردېږي او په دې اړه پراخې اندېښنې شته چې د ایران او اسرائیل جګړه ښايي د سوداګرۍ لړۍ له خنډ سره مخ کړي.

د هغه په وینا چې افغانستان خپل د اړتیا وړ ډېر اوړه او غنم له روسیې او قزاقستانه واردوي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له روسیې غوښتې چې افغانستان ته دې د اوړو پر ځای غنم ولېږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت د سرپرست مولوي عطاالله په مشرۍ د ا.ا یوه پلاوي چې د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او سوداګرۍ خونې مسوولین او شمېر سوداګر هم په‌کې دي، د غبرګولي په ۲۶مه د روسیې د ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه د دغه هېواد سنت‌پټرزبورګ ښار ته سفر کړی دی.

سرچینې ویلي، یاد کنفرانس د جون له ۱۸مې تر ۲۱مې په سنت‌پټرزبوګ ښار کې جوړېږي او د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو استازي حضور په‌کې لري.

مطالب

عمري: افغانستان د ځینو خوراکي توکو
په تړاو له روسیې سره د خبرو په حال کې دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ