Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیکا کې په ۱۸میلیون افغانیو دریو ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي.
۲۶ حمل ۱۴۰۴

پکتیکا کې په ۱۸میلیون افغانیو دریو ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي.



د پکتیکا د پوهنې رياست نن (سه‌شنبه، وري ۲۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تروو او وړممۍ  ولسوالیو کې د ۱۸میلیون افغانیو په لګښت دریو ښوونځیو ته د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې.

خبرپاڼه زياتوي چې يادې نوې ودانی خدایمیر لومړني ښونځي، شهداءصالحین نوي تاسیس ښوونځي او وړممۍ مرکزي لومړني ښونځي ته جوړيږي.

خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې یادې ودانی به يې هره يوه ۸ خونې، احاطه، تشنابونه او نورې اړينې اسانتياوې ولري.

د ښوونځیو دغه ودانۍ د اسلامي امارت د مشرتابه په ځانګړې لارښوونه او بوديجه جوړيږي.

د پکتیکا د پوهنې رياست همدارنګه ویلي چې دغو ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو سره به نه یوازې د تدریس کیفیت لوړ شي، بلکې د زده‌کوونکو لپاره به یو خوندي او آرام چاپېریال هم رامنځته شي.

د یادونې وړه ده چې تروې او وړممۍ ولسوالۍ د پکتیکا ولایت لرې پرتې سرحدي ولسوالۍ دي چې په تېر کې ورته د پوهنې، روغتيا او پراختيايي پروژو برخو کې پاملرنه نه‌ده شوې.

مطالب

پکتیکا کې په ۱۸میلیون افغانیو
دریو ښوونځیو
ته ودانۍ جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ