Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کونړ کې نږدې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
۲۴ ثور ۱۴۰۴

کونړ کې نږدې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د کونړ د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په کنه ګوی سیمه کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی. 

د یاد ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس شمس‌الرحمن سیلاب ویلي، چې په دغه پروژه کې د ۸.۸ کیلو متره په اوږدوالي د پایپ لاین غځول، د ۴۰ متره په وړتیا د یوې زېرمې جوړول شامل دي. 

د نوموړي په وینا دغه شبکه د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ میاشتو په موده کې جوړه شوې، چې پرمټ به یې نږدې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

مطالب

کونړ کې نږدې ۳۰۰ کورنیو ته
د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ