Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې د اسراییل بریدونو دوام؛ نن ۷۳ کسان وژل شوي.
۳۰ ثور ۱۴۰۴

پر غزې د اسراییل بریدونو دوام؛ نن ۷۳ کسان وژل شوي.



اسراییلي ځواکونو غزه کې بریدونو ته دوام ورکړی او تېرې شپې راهیسې د غزې مختلفو سیمو کې لږ تر لږه ۷۳ فلسطینان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر اساس، ډېری بریدونه د بېځایه شویو په سرپناوو شوي چې د ماشومانو په ګډون په کې ۲۲ کسانو ژوند بایللی.

پر غزې د اسراییلي ځواکونو د نویو پوځي عملیاتو له امله چې تېرو څو ورځو کې یې سلګونه فلسطینیان وژلي، په نړیواله سطحه نیوکې ډېرې کړي.

برتانیې، فرانسې او کاناډا ګواښ کړی که پر غزې بریدونه ونه‌درول شي او د مرستو لېږد مخنیوی وشي، نو پر اسراییل به بندیزونه ولګوي.

د سي اېن اېن ټلویزیون د راپور په بنسټ، د ناټو دغو درې غړو هېوادونو مشرانو دغه ګواښ پرون دوشنبه کړی دی.

خو د اسراییل لومړي وزیر یادو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، په دې شرط به جګړه ودوي چې حماس بندیان خوشې او تسلیم شي، هغه څه چې حماس تل رد کړي.

مطالب

پر غزې د اسراییل بریدونو دوام
نن ۷۳ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ