Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یونیسف: تېر کال مو له ۱۹ میلیونه افغانانو سره مرسته کړې.
۵ حوت ۱۴۰۳

یونیسف: تېر کال مو له ۱۹ میلیونه افغانانو سره مرسته کړې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي، چې تېر کال یې په افغانستان کې له ۱۹ میلیونو څخه زیاتو کسانو سره، چې ۵۳ سلنه یې ماشومان وو، د روغتیا، پوهنې، ماشومانو ساتنې او نورو برخو کې مرستې برابرې کړې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د درېیم پرله پسې کال لپاره د ماشومانو د بشري مرستو د عملیاتي پلان (ایچ اې سي) لپاره د نړیوالې تولنې څخه د ۱.۴۴ میلیاردو ډالرو بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده، چې تیر ۲۰۲۴ کال کې د نړیوالې ټولنې له خوا ورته ددغې اړینې بودیجې یوازې ۵۶٪ بودیجه برابره شوې وه. یونیسف په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې په افغانستان کې د یوې خوا د افغانانو بشري اړتیاوې د تیرکال په څیر پر خپل ځای پاتې دي او د بلې خوا دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې په مرستو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

مطالب

یونیسف
تېر کال مو له ۱۹ میلیونه

دا خبر نورو سره شریک کړئ