Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

زېلېنسکي: کورسک کې اوکرایني ځواکونه نه دي محاصره شوي.
۲۶ حوت ۱۴۰۳

زېلېنسکي: کورسک کې اوکرایني ځواکونه نه دي محاصره شوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ويلي، چې کورسک سیمه کې د اوکراین ځواکونه محاصره شوي نه دي او د دوی عملیات لا هم روان دي. نوموړي ويلي، چې د اوکراین ځواکونه په کورسک کې خپلې دندې ترسره کوي، نو ځکه روسیې دې سیمې ته خپل ډېر پوځيان رالېږلي دي. نوموړي دغه راز ویلي چې اوکرايني ځواکونه توانېدلي چې په دې سیمه کې د روسيې ځواکونه په دومدار ډول کلابند وساتي.

مطالب

زېلېنسکي
کورسک کې اوکرایني
ځواکونه نه دي
محاصره شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ