Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هندي کشمیر کې پر سیلانیانو برید؛ ۲۶ کسان وژل شوي.
۳ ثور ۱۴۰۴

هندي کشمیر کې پر سیلانیانو برید؛ ۲۶ کسان وژل شوي.



د راپورونو پر اساس، وسله‌والو کسانو د سه‌شنبې پر ورځ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د سیلانیانو پر یوه ډله برید کړی.

دغه برید کې لږ تر لږه ۲۴ سیلانیان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي.

دا په روان کال کې پر ملکیانو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي چې د سعودي عربستان په سفر بوخت دی، دغه برید یو ناوړه عمل وباله او ژمنه یې وکړه چې برید کوونکي به د انصاف محکمې ته راولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې هم پر خپلې ایکسپاڼې د هند تر ولکې لاندې کشمیر ایالت کې پر سیلانیانو ډزې یو ترهګریز او نه بښونکی عمل بللی دی.

وړاندې دغه وزارت ویلي، حالات څاري او د پېښې عاملانو ته باید سزا ورکړل شي.

تراوسه د برید مسولیت چا یا کومې ډلې منلی نه دی.

مطالب

هندي کشمیر کې
پر سیلانیانو برید
۲۶ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ