Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر پوهنې ریاست سره د ۷۰زره ډالرو په لګښت د درسي توکو مرسته شوې.
۲۴ ثور ۱۴۰۴

د لوګر پوهنې ریاست سره د ۷۰زره ډالرو په لګښت د درسي توکو مرسته شوې.

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت د دولتي ښوونځیو له زده‌کوونکو او ښوونکو سره د شاوخوا ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته شوې ده.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب زینت راډیو ته وویل، په یادو درسي توکو کې کتابونه، د زده‌کوونکو او ښونکو قرطاسیه، د ښوونځيو لپاره خېمې او نور اړین وسایل شامل دي.

عرب زیاته کړه چې دغه درسي توکي به د پوهنې ریاست د یوه ګډ پلاوي له لوري په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د دولتي ښوونځيو پر ۵۰زره زده‌کوونکو او ښوونکو وېشل شي.

نوموړي وویل چې د روان ښوونیز کال په پيل کې پوهنې وزارت هم سلګونه زره ټوکه د ښوونځيو کتابونه په زده‌کوونکو وېشلي او تر ډېره په ښوونځیو کې د کتابونو کمښت ستونزه د پخوا په پرتله راکمه شوې ده.

لوګر دولتي ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي هم خوښ دي چې (UNICEF) له لوري د درسي توکو مرسته شوې، خو ټینګار کوي چې پوهنې وزارت او نړیوال بنسټونه دې په ښوونځيو کې د کتابونو کمښت ستونزه په بشپړه توګه هواره کړي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د (UNICEF) له لوري د شاوخوا ۴۵زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته شوې.

مطالب

د لوګر پوهنې ریاست سره
۷۰زره ډالرو په لګښت
د درسي توکو مرسته شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ