Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کورني پانګه وال د حاجي‌ګک پر کان۶۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي.
۲۳ ثور ۱۴۰۴

کورني پانګه وال د حاجي‌ګک پر کان۶۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي.

د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له یو شمېر کورنیو پانګه‌والو سره کتلي دي. 

د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې يادو کورنیو پانګه‌والو ویلي چې چمتو دي د حاجي‌ګک اوسپنې کان د یو بلاک د اکتشاف او استخراج په موخه په درېیو پړاوونو کې ۶۵۰ میلیونه ډالره ګډه پانګونه وکړي. 

دوی ویلي، چې له یوه بهرني شرکت سره به په شریکه په مسلکي ډول استخراج ترسره او همدا راز به یې په هېواد کې دننه د پروسس په موخه په نړیوالو معیارونو او پرمختللې ټکنالوژۍ مجهزه فابریکه جوړه کړي. 

دغه فابریکه به په ورځني ډول د ۹۰۰۰ ټنه سفنج اوسپنې د پروسس او په شمش د بدلولو وړتیا ولري چې په مستقیم ډول به ۶۰۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او د هېواد ۱۰۰ سلنه اړتیا به پوره کړي. اقتصادي مرستیال، د اوسپنې اکتشاف او استخراج په برخه کې د یادو پانګه‌والو د پانګونې هرکلی کړی او د ا.ا له لوري یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

مطالب

کورني پانګه وال د حاجي‌ګک
پر کان۶۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ