Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډونالډ ټرمپ: ایران بختور دی چې د قطر امیر لري.
۲۵ ثور ۱۴۰۴

ډونالډ ټرمپ: ایران بختور دی چې د قطر امیر لري.



د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته له سفر وروسته، قطر کې د یاد هېواد له چارواکو سره د لیدنې پرمهال ایران ته په اشارې سره ویلي، دغه هېواد بختور دی چې د قطر امیر په څېر کس د دوی لپاره جنګېږي.

نوموړي زیاته کړې: «ایران ډېر بختور دی چې د قطر امیر لري او د دوی لپاره جنګېږی. هغه نه غواړي چې موږ ایران ته ګوزار ورکړو. هغه «د قطر امیر» ډېر جنګېږي چې موږ پر ایران برید ونه‌کړو. ډېری خلک غواړي چې موږ بل لوري ته لاړ شو.»

ټرمپ همداراز ویلي چې له ایران سره د اټومي وسلو په تړاو جدي خبرو باندې بوخت دي.

بل‌خوا قطر او امریکا په اقتصادي او نورو برخو کې د ملیاردونو ډالرو هوکړه‌ لیکونه لاسلیک کړي دي. دواړو لوریو هیله‌ ښودلې چې دغه هوکړه‌لیکونه به د یادو هېوادونو پر اقتصاد مثبت اغېز لري.

ټرمپ نن له قطر د عربي متحده اماراتو پر لورې غوځېدلی دی.

مطالب

ډونالډ ټرمپ
ایران بختور دی چې د قطر امیر لري

دا خبر نورو سره شریک کړئ