Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغان ۱۹کلنې لوبډلې نیپال ته د یوې منډې په توپیر ماته ورکړه.
۱۷ حمل ۱۴۰۴

افغان ۱۹کلنې لوبډلې نیپال ته د یوې منډې په توپیر ماته ورکړه.



د افغانستان او نیپال تر ۱۹‌کلنو کم‌عمره لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه سهار مهال ۸:۱۵ دقیقې پیل شوه او افغان لوبډله لومړی توپوهنه پیل کړه.

افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو نیپال ته د ۱۶۹ منډو هدف ورکړ، خو سیالې لوبډلې ونه شو کولی چې دغه هدف پوره کړي او ټولې لوبډلې یې د ۵۰م اور په ۳ توپ یوازې ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

افغان نوولس کلنو ځوانانو سیالې نیپال لوبډلې ته د یوې منډې په توپیر ماتې ورکړه او د روانې لوبلړۍ دویمه پرلپسې بریا یې هم د افغانستان په نوم کړه.

د افغانستان تر ۱۹کلنو کم‌عمره لوبډلې د نیپال پر وړاندې لومړۍ لوبه کې هم سیالې لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو په توپیر ماته ورکړې وه.

دواړه لوبډلې به خپله درېیمه او وروستۍ سیالي د را راونې چهارشنبې په ورځ ترسره کړي.

مطالب

افغان ۱۹کلنې لوبډلې
نیپال ته د یوې منډې
په توپیر ماته ورکړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ