Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکایي چارواکي: روسیه به له اوکراینه د سپایډر وېب د برید بدل ژر واخلي.
۱۹ جوزا ۱۴۰۴

امریکایي چارواکي: روسیه به له اوکراینه د سپایډر وېب د برید بدل ژر واخلي.

رویټرز د ځینو امریکایي چارواکو په حواله په یوه راپور کې ویلي، چې روسیې لا تر اوسه د اوکراین د “سپایډر وېب” عملیاتو پروړاندې بشپړ غبرګون نه دی ښودلی او ښايي ډېر ژر پراخ او څو اړخیز برید پيل کړي. 

یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي، که څه هم د روسيې د برید دقیق وخت نه دی مالوم، خو تمه ده چې دا غچ اخیستونکی برید به نامتوازن وي. 

یوې بلې سرچینې بیا ویلي، چې روسیه به د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو له لارې پر بېلابېلو اهدافو بریدونه وکړي. 

دا ارزونه وروسته له هغه شوې، چې د اوکراین د استخباراتو ادارې (SBU) د جون پر لومړۍ نېټه د روسیې پر څلورو هوايي اډو بریدونه وکړل. دا بریدونه د هغو لاریو له لارې وشول چې د روسیې دننه پټ شوي و.

مطالب

امریکایي چارواکي
روسیه به له اوکراینه
د سپایډر وېب د برید بدل ژر واخلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ